Banare

شپونکی/ غزل

16.10.2010 10:08

تادنښتر څڼي ليدې چه شغيدې شپونکيه

سپينې کوترې په هوا کې نڅيدې شوپونکيه

درمو شپول يي درنه مات کړو دغو وږو ليوو

په ګريوانه درڼې اوښکې بهيدې شپونکيه

ظالم ليوه په بيابان کبلي نن ډير وژلي

بورې هوسۍ دغم په غيږ کې ژړيدې شونکيه

دانځرګل شوې ما په غرو رغوونو ډير وکتې

الله خبر په کومو دښتواوسيدې شپونکيه

قسم به درکړم چه په قبر مې شپيلۍ غږوه

که مې سپيرو خاورو ته کله ته راتلې شپونکيه

باز شو مغرور پوښتنه نه کا د رنځورې زرکې

سترګې يي سرې له غمه ډيرې تاويدې شپو نکيه

نيمګړی الهام 17.10.2010 16:12

زرکې !
سلامونه او نيکې هيلې ، ښايسته غزل دې ليکلی د طبيعي ښکلاوو رښتينی انځور دې ډېر خوندورو کښلی .
خو وروستی بيت يې ډېر خوندور دی .

باز شو مغرور پوښتنه نه کا د رنځورې زرکې
سترګې يي سرې له غمه ډيرې تاويدې شپو نکيه

خو دا بيت يې ډېر ښکلی جوړښت لري رښتينی انځور پکې دی.

دانځرګل شوې ما په غرو رغوونو ډير وکتې
الله خبر په کومو دښتواوسيدې شپونکيه

د لا برياليتوب په هيله .

بسمل باز 17.10.2010 13:48

داځلي دزرکې تپوس هم کوو٠٠٠٠بازه په الوت کښې خولرورشته

سلامونه ،اوګېډۍ ګېډۍ سلامونه قبول کړه٠ښې چارې درله غواړم٠له ستړواو دردو خلاس ژوند دي اوږد اودارمانونو تنده دي ماته شه٠خدای دي وکړي چي دهيلو کبلي دي غرڅني شي اودژوند دښته دي په ودانه اوروښانه شي٠ستاغزل مي ووايه٠ستاپه زرينوتوروپېرلی اوپوښلی ووپه لوستلو مې(مي يې)خپل وخت ارمان نه شو٠ياني چي خپل وخت مي ضائع کړی نه دی٠مګرخوندمي پرواخيست اوښه ډېر خوند٠خدای دي و قلم ته دجبرائيل وزرې ورکړۀ اوومغزوته دهواوزرې،چي دشعردبڼ هره کوڅه و لټوي٠اوګووته دي خدای دليکلوتوان درکړي٠ستادي دعاګانو په هيله٠

(بسمل باز،وخوږې زرکې ته)
چي بازان غواړي له زرکودعاګانې خدايه هره دښمني دومره خوږۀ کړې
چي د مينې له هيبته کرکې مړې شي ا نسا نا ن لکه ځنځيرسره اوږۀ کړې

محمدرؤف خان 17.10.2010 12:58

ډېر مې خوښ شو دغه شغر
باز شو مغرور پو ښتنه نه که د رنځورې زرکې
سترګې يې سرې له غمه ډېرې تاوېدې شپونکېه
خداې د نور هم توفېق در کړي٠ چې همداسې ښايسته اشغار وليکې٠

شمس الر حمن(طاهر) 17.10.2010 07:52

سلا مونه ډېر په زړه پورې

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه