Banare

ياره جدائي پــــــــــه دعا تېره کړه ____ مه کوه ښېرې راپسې مه راځه

16.10.2010 06:52

 

لاړې شه نېږدې راپسې مه راځه

ښه يم بې څېرې راپسې مه راځه

ياره جدائي پــــــــــه دعا تېره کړه

مه کوه ښېرې راپسې مه راځه

راز مو ګرځېده په لوڅو سترګو کې

جوړې شوې کيسې راپسې مه راځه

ما د خپل تقدير قلمې خلاصې کړې

ما پسې راځې راپسې مه راځه

 سر زما په قبر پسې مه وهه

بندې دروازې راپسې مه راځه

 څله ځان خبر ساتې په ماپسې؟

ګوره زمانې راپسې مه راځه

زه طالب که بېرته تا له رانغلم

اوښکې کړه ذرې راپسې مه راځه

طالب منګل


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه