Banare

وطن مې وران شي کنډواله شي بس د ځينو په لاس _____ خرڅ شي ترې جوړه هدیره شي بس د ځينو په لاس

11.10.2010 08:44

وطن

وطن مې وران شي کنډواله شي بس د ځينو په لاس

خرڅ شي ترې جوړه هدیره شي بس د ځينو په لاس

ځینو د ځينو په خاطر ځينو ته اور ورته کړ

ځينې ماړه او ځينې مړه شي بس د ځينو په لاس

په دې وطن کې بس د سر سړي همدا ځينې دي

په ځینو جوړه ننداره ي شي بس د ځينو په لاس

ځينې یوالی د دې خاورې او ټبر غواړي خو نشي کوی

ځینې بیا خوښ په تجزیه شي بس د ځينو په لاس

یو یې خوبونه په دوبی او بریټانیا کې کوي

په ځينو تاو چې طیاره شي بس د ځينو په لاس

د ارین آه ده خدایه غرق کړې دغه ځینې ځینې

هسې نه بله څه کانه شي بس د ځينو په لاس

فضل محمود سلیمی 04.12.2010 13:09

د چا خو ورور دچاهم پلار شهید شو
راته بلا شول زمونژوړنه بس د ځینو په لاس
شی رابیداره زما وړونو چی وطن ازاد کړو
نور تبا کیژی عزیزانو بس د ځینو په لاس
سلیمی به دومره لیکی د ارین لپاره
چی جوړ به نشی دا وطن بس د ځینو په لاس
ارین صاحب بی ادبی می وکړه یو دوه ګد اووډ بندونه می ستا د شعر په قافیه ولیکل
مونژه خو شاعران هم نه یو خو دا زما د زړه درد ؤ
ارین صیب غزل مو ډیره خوندوره وه زما ډیره خوشه شوه
خدای دی تاسی ته توفیق درکړی چی خپل ویبلاک همداسی ژوندی وساتی
حلیم صاحب ستاسی په غزل باندی نیوکه کړی وه ویلی وو چی دا وطن په شعر نه جوړیژی
نو که چیری تاسی عشقی غزل لیکلی وای نو کیدای شی چی دی حلیم صاحب تنده ورباندی ماته شوی وای ځکه هغه خو په خارج کی اوسیژی او د افغانستان دی حال نه خبر نه دی .
زما په نظر دارنګه غزلی او شعرونه مهم رول لری دی ځوانانو احساسات راپارولی شی
خدای دی وکړی چی حلیم ورور له مانه خپه نشی
په پشته مینه
سلیمی

۱۹۳ 12.10.2010 19:39

سلامونه آرین صېب
غزل خو شه وه خو هغه ځای یې دلوستلو نه وه کوم ځای کې چې ستا لوستی ؤ

حليم وردګ 12.10.2010 04:01

سلام ګرانه!
ډیر خوږ شعر د لیکلی دی مننه!
خو موږ باید پدی فکر وکړو چی زموږ وطن آیا په شعر جوړیدای شی؟
که مو ځواب هو! وی نو بیا خو یوازی ځواب او تړون صیبان بس دی.
بل داچی، ایا د یوی وروسته پاتی ټولنی د ژبی د پرمختګ لاره یوازی شاعری ده؟
زه خو وایم نه! موږ ځوانانو ته پکار دی چی مسلکی کتابونه په خپله کی ولرو، ترجمه یی کړو، ویی لیکو، او د مسلکی کتابونو مطالعه د ځان عادت وګرځوؤ، پدی هیله چی تاسو یامو هم دوستان دی ټکی ده په کلکه پاملرنه وکړی.

حلیم وردګ له جاپانه

وردګ صیب ته سلامونه او نیکې هیلې خوښ شوم چې دومره لرې زما پاڼې ته سر ور ایسته کوې او ګورې یې، ستا خبره هم په ځای ده خو زما ګیله داده چې تاسو ولې څه نه لیکی تاسو  په جاپان کې یاست په ډيرو بهرنیو ژبو به هم پوهیږی مونږ خو کولای شو شعر ولیکو او څه ناڅه لیکنې وکړو، تاسو مهرباني وکړی یو څه ولیکی ماته یې را ولیږی ترڅو ستاسو د زړه اواز ستاسو لیکنه خلک ولولي، خدای دې وکړي چې په خپله هم یوازې ناصح و نه اوسې بلکه عملي هم څه وکړې. ستا د علمي او عملي لارې سره زه او زما په څير ډير افغانان یو او هم غږي دي. ستاسو د لا بریاوو او سرلوړي په هیله.

ورور مو ارین احمدزی

وطن دوست 11.10.2010 16:31

دا شرميدلي كه لږ نورهم وي واكمن په وطن
زموږ به سخته ګوزاره شي بس دځينو په لاس

وطن دوست

یاره وطن دوست صیب و مې منلې

ورور دې ارین احمدزی

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه