Banare

سترګو، سترګو ته مې کیږي د چا سترګې _____ ډیرې، ډیرې مې یادیږي د چا سترګې

05.10.2010 13:35

غزل

سترګو، سترګو ته مې کیږي د چا سترګې

ډیرې،  ډیرې مې یادیږي د چا سترګې

زه چې هرې خواته ګورم هسې وینم

هرې خواته را ته کیږي  د چا سترګې

زه چې هسې ګریوان څیرې دیوانه یم

زما خوښیږي زما یادیږي د چا سترګې

کج ابرو تورو چشمانو نه دې ځارشم

بس هر خوا راته ښکاریږي د چا سترګې

زه د مرګ په رنځ اخته یم روغ به نه شم

نن له اوښکو را ډکیږي د چا سترګې

الکوزی 06.11.2010 13:13

خدای دوکری چی ستاغوندی لور استعدادونه نورهم زیات شی.اودپښتوژبي

زه 08.10.2010 13:18

غزل دې ښه دى او د وخت په تيريدو سره به نوره هم ښه شي بس رياضت كوه

نورمحمد سعيد 06.10.2010 16:01

ډېر اعلى ...............
دامطلع يي ډېره ښه ده ..خو ددې بيت ...زه چې هسې ګریوان څیرې دیوانه یم
زما خوښیږي زما یادیږي د چا سترګې ....ماته وزن لږ ګډوډ ښكاري ...لږ غور پرې وكړه ....کج ابرو تورو چشمانو نه دې ځارشم
بس هر خوا راته ښکاریږي د چا سترګې ....دغه بيا پاس هم تكرار شوى
په ټول كې خوږه غزل ده ...برياوې دې نصيب شه

نورمحمد سعيد

M386 06.10.2010 15:20

ښه ده بد نه ده خو د مینې خود به تنده پرې ماتیږي ځکه چې خپله مینه ده

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه