Banare

ريښتونې ټوكه!!!!

19.05.2010 11:29

ريښتونې ټوكه!!!!

محمدالله ارين احمدزى

زمونږ په سيمه كې يو كس وو چې يوازې د بغدادي قاعده يې ويلې وه او څه ناڅه يې قرآن كريم هم په ټكي زده وو.دى له هغه وخته چې نور يې نه شو كولاى زدكړو ته دوام وركړي نو د كوچيانو ملايي ته يې مخه كړې وه اوخلكو به د كوچيانو ملا باله.

د دې ملا سره يوه ورځ ناست ووم او ترې مې پوښتنه وكړه چې ماته خو معلوم يې چې يوازې بغدادي قاعده(الف،ب) سپاره دې زده او بس كه چيرې كوچيانو ته كومه ديني پوښتنه پيدا شي او ستا څخه يې پوښتنه يې وكړي څه به ورته وايې.

د كوچيانو ملا د يوې اوږدې خندا څخه وروسته راته وويل چې د دې په اړه درته يوه ريښتونې كيسه كوم.

ده ويل چې يوه ورځ راته يو كوچى راغى او راڅخه يې پوښتنه وكړه چې ملاصيب زمونږ په څاه كې موږك لويدلى دى اوس نه پوهيږو چې د دې څاه اوبو مردارې دي كه پاكې.

ملاصيب ويل چې خداى شته حيران يي كړم خو مې ژر ورته وويل چې سبا راشه زه به د شپې كتاب وګورم سهار به درته ووايم.

سهار شو او كوچى پيا راغى او راته يې وويل چې ملاصيب څنګه شو.

ما هم ډير ژر ورته وويل چې ته پوښتنه وكړه چې دا موږك چا څاه ته ورټيله كړى دى كه په خپله په څاه كې لويدلى دى.

كه چا ورټيله كړى وي بيا نو د يو بيګناه مخلوق وژل ګناه ده او څاه اوبو مردارې دي. كه چيرې پخپله ورلويدلى وي بيا نو د څاه اوبو پاكې دي ځكه چې كيدى شي دى هم وروسته تر دې چې څاه ته لويدلى وي ډير ارمان يې كړى وي چې كاشكې مې پام كړى وى.

د دې ټوكې په لوستلو سره خپلې دې ته ورته نوې او په زړه پورې ټوكې له مونږ سره شريكې كړى.

ياده شوې ټوكه دې  زما يار ته ډالى وي ځكه چې دا ډير وخت كيږي را څخه ورك دى

sadat 13.09.2011 07:39

deer sha

latif 31.10.2010 12:04

salm

وفا 20.05.2010 07:48

سلامونه او نیکې هیلې مې ومنۍ،
له معمول سره سم نن هم 4 بجې له دفتر څخه ووتم ،خو نن ډیر تیز باران وریده موټر ې چالاند کړ او حرکت مې وکړ د دومره تیز باران په لیدو مې پلار ته زنګ ووهه او تر روغ بړ وروسته مې ترې وپوښتل چیرته یې پلاره هغه ویل چې نن په دفتر کې کارونه ډیر دي او زه شاید ناوخته در ووځم ما ویل خیر دی زه به انتظار وکړم ،خو دا چې باران تیز وه لومړی مې خپل ملګري کورونو ته ورسول .
دقلعه زمانخان څخه بیرته را وګرځیدم دسړک پر غاړه یوځوان چې یو ماشوم هم ورسره وه ولاړ وه ،او ماته یې اشاره کوله ،دا چې باران تیز وه نو زړه مې پرې وسوزید دوی مې هم له ځان سره راپورته کړل .لږ څه نه وتللي چې ځوان رانه پوښتنې پیل کړې .
استاده دکوم ځای یې ؟
دلوګر یم .
ډیره ښه .
زه دغوربند یم.
ماویل ډیره ښه خوشحاله شوم له دې نه چې له تاسره مې پیژندګلوي وشوه .
په همدې خبرو کې وم چې سړي دخپل یو کلیوال کیسه راته پیل کړه .
زمونږ یو کلیوال وه ګلاب نومیده ،ګلاب چې یو ډیر ساده سړي وه هره خبره یې دټولو کلیوالو لپاره په زړه پورې وه ،له ګلاب سره به دکلي دخلکو ډیر ساعت تیروه ،او کله به هم چې ګلاب نه وه نو دکلي مازدیګری به هم بې خونده وه .دنوموړې کیسې ته زه هم هغه دچا خبره دزړه په غوږونو غوږ وم .
یو ورځ له ګلاب څخه چا پوښتنه وکړه چې ګلابه ولې ښځه نه کوي ،ګلاب تر یوې خندا وروسته ورته وویل ای ساده ګله ! خو ورور مې لري نو زه یې څه کوم .دا چې ټوکه زما لپاره ډیره خوندوره او په زړه پورې وه نو ماهم ترې دګلاب په اړه وپوښتل چې اوس هغه چیرته ده ،خو سړي تر یو سوړ اسویلي وروسته راته وویل چې هغه اوس ژوندی نه دی او شهید شوی دی .

پلوشه 19.05.2010 16:02

سلام

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه