Banare

غزل///صفي الله ستانکزی

03.04.2010 12:40

ګونګورې دې شرنګيږي رنګونه  يې دي ښکلي

د زړه  تل  ته رسيږي غږونه  يې  دي  ښکلي

په پښو کې مې ليدلي ، لاس بند کې تا پېيلي

چې شرنګ ترينه اوچت شي جنګونه يې دي ښکلي

هر يو چې درته ګوري څک څک يې شي غوږونه

رباب چې  مست غږيږي ترنګونه يې دي ښکلي

نظر دې شوې ګونګورې لاس بند ځينې جلا شوې

يوه ښه نه ښکاريږي دوه ګونه يې دي ښکلي

را پاڅه ستانکزيه څښتنه يې کړي کبر

ګونګوري يې ميرات شه مرګونه يې دي ښکلي



ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه