Banare

ازاد شعر

22.03.2010 09:51

ازاد شعر

سپوږمی

د مازدیګرمحال وه

زه وم همزولو سره

هر چا د خپلی مینی

ګرانه ،کیسی کولی

چا به یی نښی ،نښانی ښودلی

چا به یی د مینی ښکلولی یادول

چا به بنګړی ،چا لوپټه ښودله

چی دا را ته یار راوړې

په همدی وخت کی ګرانه

وار خو زما ورسید

زما غمجنی سترګی

له اوښکو ډکی شولی

زړه می دردونه کول

ځکه چی تا جانانه

کله د ی مینه راکړه

کله دی مینه راکړه

ذبیح ا لله 04.05.2012 16:30

<br />ستاسو ددی ازاد شعر یوه جهان مننه کوم هیله زما د زره خبره وه پکی <br /> <br /> زه هم د مینی یوه نشانی نه لرم

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه