Banare

غزل

13.03.2010 11:03

راليږونکی : سندريز شور
غزل
د ژوندون د موسيقۍ سوز او سرور دی
محبت زما د دواړو سترګو نور دی
ګونګ ارمان د تورو سترګو تورات غواړي
که موسی ولاړ پر ژۍ د کوه طور دی
که جانان مې د ګلاب په شانتې نه دی
خو ګلاب مې د جانان په شان ضرو دی
د ديدن د خمار سور اور په کې بل دی
زما زړه نه دی ، د سرو لمبو تنور دی
ښکلي زړه ، عقل او هوش هسې تالا کړل
ته به وايې په کابل ګډ شوی چور دی
دا شيندلي دي پرې چا د زړګي وينې ؟
دا چې رنګ دې د نکريزو دومره سور دی
لا مې ګنج د غزلزار نه دی موندلی
تخيل مې لا نيمګړی دی رنځور دی
سندريز شور

 

خوستي 14.03.2010 17:45

ډیر ښه اوډیر ښکلې ده خو دا لا پکې ډیر ښکلې چه۰<br />ښکلي زړه عقل او هوشه هسې تاتلا کړ<br />ته به وایی په کا بل ګډ شوی چور دی<br />وچلیږې وچلیږې۰زنده باد

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه