Banare

غزل

11.03.2010 09:07

غزل

زما ځواني له زوره پرېوتله

که زندګي له زوره پرېوتله

اوس د سپوږمۍ مخې ته نه شي ورتلی

اوس د سپرلي له زوره پرېوتله

بېګا مې ملا نه ورته ټک ووېسته

تر سبايي له زوره پرېوتله

اوه لس کلنه شوه ، مزه يې لاړه

څومره وختي له زوره پرېوتله

چې د ملنګ د زړه ازار يې واخيست

نو پاچاهي له زوره پرېوتله

سندريز شور

یادونه: دا پورته غزل بیا هم زما د ښکلي او سندریز یار دی و یې لولۍ او خوند ترې وخلی. ښې ګنې او بد ګڼې یې په ګوته کړی.په ادبي مینه ارین احمدزی

janan 11.03.2010 14:26

سلام ارین صیب!

ګرانه خفه کیږه مه را نه ، ته هم سم عجیبه شی یی، بس وایمه چې یار دې دی او که دښمن دې دی، خو بس یو ځل یی ولیکه نو نورو ته څه ضرورت دی.

او مونږه پوهیږو چې سندریز شور ډېر ښکلی شوخ شعر لیکې ، داڅو شعرونو یی ډېر مینوال پيدا کړل.

او که درته یاد وي نو دغه غزل دې مخکې هم یو وارې خپور کړی ؤ، خیر د خپریدو حق خو بیا ، بیا هم لري ځکه چې ډېر یو مست او په زړه پوری غزل دی.

خو زه دې له دې سره مخالفت کوم چې هر ځل لیکئ یار مې دی او یار مې دی.

ارین جانه خدای دې راته ژوندی اوکامیاب لره
خدای دې وکړې چې خفه شوی نه یاست ، ځکه زه خدای وهلی همداسې سپینې سپینې وینا کومه.

جانان دې

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه