Banare

د ښاغلي روح الله وفا ښکلې غزلې

11.03.2010 09:04

روح الله وفا

غنچې د پاکې مینې ګلرخسار راوړیدي

خبرې د جانان د خولې رویبار راوړیدي

زړه مینه یې پریښوه اوس یې نوې مینه راکړه

د نوی کال ګلونه ماته یار راوړيدي

غمونه یې ټول یووړل خوشحالۍ یې رالیږلي

زړګي مې مرهمونه د پرهار راوړیدي

څه ښکلی پسرلی یې مينان د کړل خوشحاله

دمینې لیونی د ټول خمار راوړیدي

دسوي زړه ملهم د روح الله شوې

د مینې امیدونه د هزار راوړیدي

 




اځل وهلی ستوری

د ښکلا کلی کې په خوله لګیږم

چې سترګې پورته کړم په زړه لګیږم

شیخه یوازې ته له ما پرهیز کړې

کنه په ټولو ښکلو ښه لګیږم

زاهده تاته یمه د سترګواغزی

لکه آفتاب په ړانده نه لګیږم

ما روح الله وفا که د پښو خاورې بولې

که سر ټیټ نه کړمه په غره لګیږم




ظالم سره اور د سوزولو دى

مظلوم خو ددوى نيت كې دسېزلو دى

دا طرحې خو پخوا ددوى آين وې

چې پښتون قوم د وركېدلو دى

دا خوبونه پريږدئ او لاسونه لنډ كړئ

نورمرمۍ راكټ او سره اورونه بند كړئ

پريږدئ نور نو دا كرغيړن نيتونه

دې مظلوم ملت باندې ظلمونه بند كړئ


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه