Banare

توپير

07.03.2010 16:10

توپير

څومره توپير دی زما او ستا په منځ کې

زما لوستونکې مکتبۍ لورجانې

زه دقفس دمنځ بندي مینا یم

ته الوتونکې یې مرغۍ لورجانې

ما به ډوډۍ په اجازه خوړله

تا سرحدونه او حدونه مات کړل

ماته خو کور لویه نړۍ ښکاریده

تا خو قفلونه د کورونو مات کړل

مابه خبر کول ګناه ګڼله

ته فیصلې کوې خپل حق یې ګڼې

ما به برده له ګنهګار ګوله

ته تماشې کوې خپل حق یې ګڼې

مابه دې پلار د سر سړی بللو

ته خپل خاوند د څنګ ملګری بولې

مایې د چا په مخ کې نوم نه اخیست

ته یې جانان ته یې ښاغلی بولې

زه یو تصویر د حقایقو یمه

ته یو تصویر د لیونتوب ښکارې

زما په نوم به پلار او ورور شرمیدل

ته یې شمله د نارین توب ښکارې

ما د خبرو کړلو حق نه درلود

ته د ریښتیا ویلو حق غواړې

ما د ژړا کولو حق نه درلود

ته د خندا کولو حق غواړې

نعیمه غني د میرمن کلتوري بهیر غړې

صفي الله عمرخيل 13.04.2010 08:54

سلامونه
شعرمې ولوست په زړه پورې وه موضوع نوي ،اويوښه تصوير يي درلوده هرهغه شعرچې نوښت اوخپله تجربه وي ښه شعريي ګڼلې شو
نعيمي غني خورته دلابرياليتوبونو په هيله

په ادبي مينه
صفي الله عمرخيل
دصبح بخيرراډيوخبريال
اودافغان ادبي بهيروياند

صفي الله عمرخيل 13.04.2010 08:53

سلامونه
شعرمې ولوست په زړه پورې وه موضوع نوي ،اويوښه تصوير يي درلوده هرهغه شعرچې نوښت اوخپله تجربه وي ښه شعريي ګڼلې شو
نعيمي غني خورته دلابرياليتوبونو په هيله

په ادبي مينه
صفي الله عمرخيل
دصبح بخيرراډيوخبريال
اودافغان ادبي بهيروياند

صفي الله عمرخيل 13.04.2010 08:51

سلامونه
شعرمې ولوست په زړه پورې وه موضوع نوي ،اويوښه تصوير يي درلوده هرهغه شعرچې نوښت اوخپله تجربه وي ښه شعريي ګڼلې شو
نعيمي غني خورته دلابرياليتوبونو په هيله

په ادبي مينه
صفي الله عمرخيل
دصبح بخيرراډيوخبريال
اودافغان ادبي بهيروياند

يار 08.03.2010 13:21

هاهاهاها
اوس يې خوند وکړ
ياره ! دا کار دې له کله نه شروع کړئ ؟
هاهاهاهه
بس له دې کاره دې نه وم خبر او دا مې هم ستا په هغه دوسيه کې وليکه.
چې هر کله دې دوسيه مکمله شوه بيا به دې له د ملي امنيت ادارې ته معرفي کړم .

يار دې

که ته مې امنیت ته په لاس کې ورکړي نو زه به دې هم د جاسوس په تور حلال کړم او ټاپه به درباندې ولګوم چې مزدورې ادارې ته یې شیطاني کوله .په ادبي مینه یار دې

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه