Banare

غزل

06.03.2010 09:45

بیا هم یادونه:را لیږل شوی غزل بیا هم زما د ښکلي یار دی هیله ده چې د لوستلو څخه یې خوند واخلی او خوښ مو شي.

په ادبي مینه

ارین احمدزی

غزل
زما ځواني له زوره پرېوتله
که زندګي له زوره پرېوتله
اوس د سپوږمۍ مخې ته نه شي ورتلی
اوس د سپرلي له زوره پرېوتله
بېګا مې ملا نه ورته ټک ووېسته
تر سبايي له زوره پرېوتله
اوه لس کلنه شوه ، مزه يې لاړه
څومره وختي له زوره پرېوتله
چې د ملنګ د زړه ازار يې واخيست
نو پاچاهي له زوره پرېوتله

 

سندريز شور
sandareezyaar@yahoo.com

نېکمل ځاځی 09.03.2010 08:43

یاره سندریز شور هر څوک چې یې ژوندی دې وې <br />ډیر شوخ شعرونه لیکې خو زه فکر کوم چې شعرونه دې د هر چا خوښیږي خو څوک حال وایې او څوک حال نه وایي<br />بس الله دې بریالی لره ګرانه هیله ده چې یوه ورځ به دې ووینم <br /><br />نیکمل ځاځی

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه