Banare

غزل

03.03.2010 10:30

یادونه:

لاندې غزل زما د یو ملګري لخوا چې یار یې مستعار نوم دی را لیږل شوی دی هیله ده په لوستلو یې خوښ شی او خپلې تبصرې پرې ولیکی.

د زړګي درد مې خير دی زيات اوسه

خو ، ګوره ياد دې دا لمحات اوسه

د غره لمن وي په کرکڼو ښايسته

د چا باڼه مې په زړه مات اوسه

ما د يقين په پړي و نه تړې

تلوسه ښه ده ، امکانات اوسه

سترګې دې مړې شي ، ګل شي ، تل دې داسې

هېرې وعدې د ملاقات اوسه

ستا کليسا اوسه چينه د ښيښو

زما په امن کې جومات اوسه

مينې ! ژوندی دې کړم ، ژوندۍ خو دې وې

ورځ دې اختر ، شپه دې برات اوسه

زه پېښور غوندې پرهر خير دی

خو ته اباد لکه هرات اوسه

sandareezyaar@yahoo.com

ن . الهام 03.03.2010 21:54

سندريزه ياره سلامونه!
دا په تا باندې چې د هر غزل سره يوه يادونه کيږي دې کې کې هم څه خبره شته دى . اههاهاها
ستا سو هغه بل غزل مې هم ډېر خوښ شوى و هغه (جنګيرکې) او دا هم ډېر ښکلى غزل دى
کامياب اوسئ
الهام

جانان 03.03.2010 16:12

سلامونه سندریز شور ته!

واه واه یاره څه عجیبه غزل دې لیکلی دی .
ګرانه دغه دویم شعر دی چې دلته بلوګونو کې خپریږې او ډېر اعلی اعلی شعرونه لیکې.
تاسولکه چې نوي یاست دې بلوګو ته خدای مو هر کله راوله.
ريښتیا هم په شعر کې دې سندریز شور ډېر دی.

بس ته مخکې او کامیابي دې درپسې

جانان دې

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه