Banare

مینه زموږ ګل وه

13.01.2010 09:56

مینه زموږ ګل وه

داسې راته مه وایه زړه مې له تا تور شو نور

ژوند مې ستا له لاسه راته اور شو نور

ښکلې مې ځوانې وه ستا مینې رانه وخوړه

علاج مې کیدای نه شي خبر مې پلار او مور شو نور

څنګه ښه وختونه و،ما وتاچې سره لوبې کړې

رامعلومیږي نه،چې ستا راسره شور شو نور

مینه زموږ ګل وه دوه نیمې ورځې یې تیرې کړې

پاڼې یې رژیږي ویجاړ مودغه کور شو نور

زه په تمه تمه تیر له ما چې ګرځې لیرې ته

یاره بیا به نه وایې څنګه دې زړه تور شو نور

داداغ له لمنې نه مې لیرې په څه چل به شي

تیته هره خوا ده زموږ مینه لوی پیغور شو نور

آسمان کې ګرځیدلم چې به ستا راباندې خیال و

ځای مې ځمکې نه اوس ښکته راته ګور شو نور

دواړه لاسه غوږ ته کړه توبه په توبو وباسه

خدیجې وفا مې پاته په یار پور شو نور

م٠ب٠پردیس 15.01.2010 12:58

محترم یوسفځاي صاحب، سلامونۀ او احترامونه
خدای د تاسؤ د خپل په امان کښی لري د دې نوی ساېت او دا غورو نظرېاتو سره.
محترم روان صاحب ,
تاسو خپل انتخاب کړی چه هغه کرزی او د هغه متحدین"اصلا د متجاویزینو نوکران" دی. نو لطفا دلته د کرزی او نورو ګروپونو په ګټه تبلیغات مه کوی.
په درناوی. م ب پردېس

حلیم وردګ له جاپانه 14.01.2010 11:34

سلام ګرانی خوری!
ستا د شعر محتوی می د خپل ژوند کیسه سترګوته را مخ کی کړه، په وزن او قافیه یی نور نه در پوهیږم؛ خو لکه مجبور صیب چی لیکلی دی ټکو ته پکی زیاته پاملرنه وکړی!

ګرانو! د پښتو ژبه د شعری پلوه پوره او بشپړه ژبه ده، څه چی پدی ژبه کی کم دی هغه ددی ژبی د علم او تکنولوژی په برخه کی وروسته والی او یاهم بیخی د تخنیکی ویوکو نشتوالی دی، هیله لرم د قلم خاوندان دی ټکی ته پاملرنه وکړی.

موږ خپله ژبه په زور په خلکو نشو ور تحمیل کولی؛ ولی د خپلی ژبی په پرامختګ او پراختیا دوی مجبوریږی ددی ژبی له شتو کتابونو ګته واخلی، چی پدی صورت دی به نه یوازی داچی پښتانه نوکی ځوانان به له خپلی ژبی نه غیر د اغیار د ژبی زدکړی ته مجبور نه وی بلکه دوی به مجبور وی چی زموږ ژبه زده کړی!

هغه لیکوالان چی د ساینسی کتابونو د ترجمی او یا لیکنی مینه وال وی ،د سیول انجنیری د اصطلاحاتو د تعریف او تشریح په برخه کی زه ورسره بشپړه همکاری کولی شم.

majboor 13.01.2010 16:48

dair kamzoorey sher dey,selaboona ye kam di mafeheem ye wazeha na di aw kheyal ye ham kamzorai da.

bayed bal sher nuqd ta wrandey shi.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه