Banare

د مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير د ۷۰ اوونيزې غونډې رپوټ

13.01.2010 08:45

لیلما حامد(صمیم)
د مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير د ۷۰ اوونيزې غونډې رپوټ
د پوهنې وزارت په کلوپ کې د ۱۳۸۸ لمریز کال د مرغومی په ۱۹ نیټه د شنبې په ورځ د میرمن کلتوري بهیراویایمه اوونیزه غونډه دایره شوه.چې پدی غونډه کې په لسګونو پښتنو میرمنو او پېغلو ګډون کړی و،دغونډې ریسه ګلالۍ عمرخیل ،میلمانه اجمل هوډمن او آغلې زیتونه شمس نوابي او منشي لیلما حامد وه.دتیرې غونډې رپوټ کاپي ګانې دغونډې په ګډونوالو وویشل شوې.
او ورپسې د شاعرې او لیکوالې نعیمه غني شعر کره کتنې ته وړاندې شو.
زه دخپلو هیلو انځور ګره یم
هسې خلک وایي چې شاعره یم
یو خواته رښتیا بل خوا خوبونه دي
څنګه فیصله وکړم اوتره یم
نه لرم غرورپه الوتو باندې
بازنه یم،شاهین نه یم کفتره یم 
لویې لویې هیلې او دالنډژوندون
وخته ستا له ظلمه مروره یم
داچې طلایي خوب مې ریښتنی شي
دومره په بخت کله زوره وره یم
خدایه رهنما مې تر منزله شې
لپه مې سوالونه دي سوالګره یم
نورې به له ستورو ډک پلو غواړي
زه ستوري کیدو ته منتظره یم


وروسته آغلې نعیمې غني دشعر هر بیت جلا جلا ولوست:
زه دخپلو هیلو انځور ګره یم
هسې خلک وایي چې شاعره یم
سولې وویل په دې بیت کې د تجاهل العارفانه صنعت کارول شوی او دلته شاعرې ویلي چې دا خو هسې خپل احساسات انځوروي او خلک یې شاعره بولي چې ډیر پر ځای راغلی دی.
یو خواته رښتیا بل خوا خوبونه دي
څنګه فیصله وکړم اوتره یم
وږمې فضلي وویل شعر او خوب تقریبآ سره ورته حالات دي په شعر کې هم دانسان دناخود اګاه څخه څه ویل کیږي او په خوب کې هم هغه څه راځي چې په ټولنه دواکمنو دودونو او عقایدو له امله یې موږ نه شو ویلی دا دشاعرې خور کمال دی.زیتون شمس نوابي دوږمې خبرې تایید کړې.
نه لرم غرورپه الوتو باندې
بازنه یم،شاهین نه یم کفتره یم 
ټولو خویندو داښه بیت وباله، پاریسې خزان وویل دلته دکفترې پر ځای باید(کوتره) ولیکل شي چې رڼا او نورو خویندو هم دغه خبرې تایید کړې. لطیفه لالهاند وویل دلته په دې بیت کې دشاعرې تواضع هم ترسترګو کیږي.
لویې لویې هیلې او دالنډژوندون
وخته ستا له ظلمه مروره یم
بصیره حمیدي وویل هر انسان دژوند لپاره ډیر امیدونه لري خو وخت ددغو ارزو ګانو لپاره کفایت نه کوي او دا دهر انسان غمیزه ده نعیمې خور دا موضوع په ډیر ښه شکل بیان کړې ده دغه راز صحابه ملک خروټې وویل موږ باید له وخته ښه ګټه واخلو.
داچې طلایي خوب مې ریښتنی شي
دومره په بخت کله زوره وره یم
مینا نظري وویل په دې بیت کې هم شاعره دهغو خوبونو درښتیا کیدو په هیله ده چې دې دژوند لپاره لیدلي دي دا زما لپاره ډیر په زړه پورې بیت دی.
خدایه رهنما مې تر منزله شې
لپه مې سوالونه دي سوالګره یم
سولې نیازۍ وویل دلته درهنما پر ځای باید(لارښود) ولیکل شي رهنما دري یا عربي کلیمه ده او لار ښود یوه سوچه پښتو کلیمه ده باید لارښود ولیکل شي او ددې پر ځای چې د (رهنما )کلمه استعماله کړو د لارښود کلمه غوره ده.خو نعیمې ،ګلالۍ،عاطفې اشنا،عزیزې افغاني او ماریا نیازۍ دا نیوکه پر ځای ونه بلله .په داډول کلماتو باندې ډېر بحث وشو دلته د رهنما کلمه ډېر ښه آهنګ لری او سم دی خو دی ټکی ته باید ډېر پام وشی چې په شعر کې کومه کلمه ډېر آهنګ لری هماغه استعمال کړو، خو داسې لفظ یا کلمه وی چې عام فهمه وی یانې هر لوستونکی او اوریدونکی ورباندې وپوهیږي.
دا سمه خبره ده چې پښتو ادب ته کار وکړو او هغه ته وده ورکړو مګر د شعر ښکلا هم باید په نظر کې ونیول شي.کیدای شي په ځینو ځایونو کې دنورو ژبو کلیمي چې په پښتو کې تل استعمالیږي دشعر له وزن سره ښه مرسته وکړي نو ضرور نه ده چې موږ حتمآ نوې پښتو کلیمه راوړو.له بلې خوا ډیر داسې کلیمات دي چې موږ یې دري یا عربي بولو خو هغه زموږ دژبې مال وي په پښتنو کې داستعمال ډیر موارد لري.
نورې به له ستورو ډک پلو غواړي
زه ستوري کیدو ته منتظره یم
ستورۍ معارج سانیکزۍ وویل په دې بیت کې هم شاعرې خپله تواضع ښودلې ده دسترو خلکو عادت داوي چې تل ځان کم ګڼي او هیڅ وخت ځان ستوری نه ګڼي نعیمه جانه زموږ دشعر ستوری ده خو دا غواړي ډیر کار او ریاضت وکړي ترڅو نوره هم ښه شاعره شي او دښکلې پښتو دشعر ستوری شي.سپوږمۍ نوري وویل په دې بیت کې دشاعرې هوډ هم تر سترګو کیږي چې لا نور مزل هم ورته پاتې ده او دا په خپل عزم کې مصممه ښکاري.
پدغه شعر باندې د غونډې نورو ګډونوالو هم خپل نظرونه څرګند کړل او په دغه شعر کې د تجاهل العارفانه د صنعت کارولو یادونه وشوه. او دغه رازګډونوالو وویل د شاعرې په شعر کې په یوه ځای کې د وقت پر ځای د وخت کلمه راشی دا به ډېره ښه وی. 
ګډونوالو دآغلې نعیمه غنی شعر لوړ وارزاوو دې په شعر کې د خپلو هیلو ښه انځور کښلی و پدې شعر وروسته له کره کتنې څخه په کاري مسایلو باندې خبرې وشوې څرګنده شوه چې دمیرمن بهیر ویبپاڼه باندي دبهیر نږدي همکاران او تکړه فرهنګیان فریدون الهام او مجیب لودین صاحب کارکوي چې ډیر ژر به بیا پرانستل شي له دغو دواړو وروڼو څخه مننه وشوه او له خویندو هیله وشوه چې ویب پاڼې ته مطالب راولیږي.
بله خبره چې پدغه غونډه کې یې یادونه وشوه هغه د هغه پیغام اورول وه چې زموږ یوه خور ډاکټرزرلښته حفیظ د هیواد نه بهر یوه جایزه ګټلې ده.هغې ته مبارکي وویل شوه اودلا زیاتو بریو هیله یې وشوه.
د کاری مسایلو څخه وروسته ددې غونډې خوندور پړاو چې ټولو یې د انتظار شیبې ګاللې د مشاعرې برخه وه د مشاعرې په پیل کې ګل مینې خپل شعر چې عنوان یې (د مینې جزا) وه واورو: او پدې مشاعره کې ستورۍ سانیکزۍ، سپوږمۍ نوري، مینا نظري وردګ، ګلالی عمر خیل، لطیفه لالهاند، نعیمه غنی، صحابه ملک، پاریسه خزان، بریښنا ساپۍ، بصیره حمیدي،اروزوکبیري، نظیفه نیازۍ ،جملې ساپۍ،لطیفه، نجیبه آشنا او وږمه فضلي خپل شعرونه ولوستل او د لوګر ولایت څخه خدیجه سحر او د غزنی ولایت څخه شپنه شپېلۍ د ټیلیفون په کرښه پدې مشاعره کې برخه واخیستله خپل شعرونه یې دټیلفون له لارې ولوستل چې د هغوی شعر د ګډونوالو ډېر خوښ شو خو دټیلفون دکرښې دعوارضو له امله له پکتیا ولایت څخه دښکلا سبا شعر وانه ورول شو.
د مشاعرې په پای کې یادونه وشوه چې په راتلونکې غونډه کې به دخدیجه سحر د لوګر ولایت اوسیدونکې شعر باندې کره کتنه وشی او د سپوږمۍ نوري پر کتاب مخکې کتنه او د اناهیتاروهی د کتاب باندې باید په راتلونکو غونډو کې مخکتنه په پام کې ونیول شي.
او تورپیکۍ مومند به د خدیجې پر شعر باندې لیکلې کره کتنه په راتلونکې غونډې کې وړاندې کړي. د غونډې په وروستیو شېبو کې د ښاغلی محمد اجمل هوډمن څخه هیله وشوه چې د حقوقو په هکله ګډون کوونکو ته معلومات ورکړی. نوموړي دقانون او حقوقو په اړه په زړه پورې لکچر وړاندې کړ.دغه راز په تیره غونډه کې پریکړه شوې وه چې په دې غونډه کې به راحله نوري د(ځانمرګي )ناول او اوږۍ امیل به دفلسفې په اړه معلومات وړاندې کوي دغه دواړه آغلې نه وې راغلې چې لکچرونه یې بلې غونډې ته پاتې شول.
غونډه چې په یوه نیمه بجه ۳۰:۱ پیل شوې وه په درې نیمو بجو ۳۰:۳ دمازدیګرنۍ په خوړلو سره پای ته ورسېده او(د نیکمرغه نجلۍ) جایزه د وږمې فضلي په برخه شوه.

عبدالله زیارمل 13.01.2010 10:47

ډیر ښه نقد و، ما ډیر څه تری زده کړل خویندو ډیر ښه نقد کړی او ددی خور شعر هم په زړه بوری و دټولو خویندو بری غواړم

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه