Banare

"د کوچنیانو حقوق" چاپ شو

11.01.2010 14:19

"د کوچنیانو حقوق"  چاپ شو

فریدون الهام:

د کوچنیانو حقوق، د غوره علمي شخصیت ښاغلي پوهندوی نصرالله ستانکزي څیړنیز اثر دی چې پدې وروستیو کې د مستقل خپرندویه ټولنې لخوا د زرو ټوکو په شمیر په کابل کې خپور شوی دی.

په کتاب کې د افغانستان او په نړیوالو قوانینو کې د کوچنیانو د حقوقو په اړه موضوعاتو باندې خبرې شوي.

په یاد شوي اثر کې، د سریزې او د ماخذونو پر لست سربیره، د افغانستان په قوانینو کې د کوچنیانو حقوق او د کوچنیانوحقوق په نړیوالو حقوقو کې اړوند مبحثونه، په نولسو برخو کې تر څیړنې لاندې نیول شوي دي.

د کوچنیانو حقوق، په افغانستان کې د حقوقي کتابونو په لیکه کې یوه نوې، اړینه او په زړه پورې زیاتونه ده، چې بې له شکه د حقوق پوهانو، د حقوقو محصلینو او د ټولو وګړو د ښې استفادې وړ به وګرځي.

د پوهندوی نصرالله ستانکزي اثار تر دې دمخه هم د کتابونو، مقالو او څیړنو په بڼه ټولنې ته وړاندې شوي، چې، مبادي حقوق، د افغانستان د خصوصي او دولتي پوهنتونونو درسي کتاب، سیر در پارلمان های افغانستان، د حقوقو ویشنه، حقوقي قاموس (ګډ اثر)، او... د یادونې وړ دي. نوموړی د هیواد په دواړو رسمي ژبو تدریس او لیکنې کوي، چې د نوموړي د ځانګړې وطندوستۍ ښکارندويي کوي.

پوهندوی ستانکزی له دوو لسیزو را پدیخوا د کابل پوهنتون دحقوقو او سیاسي علومو، ژورنالیزم او اقتصاد په پوهنځیو کې د خپلو وطنوالو په روزنه بوخت دي. نوموړی په هیواد کې دننه، او بهر کې د حقوقو د برخې پیژندل شوي څیره ده.

نصرالله ستانکزی تیرکال (۲۰۰۹) د بیوګرافي نړیوال مرکز لخوا چې مرکز یې په انګستان کې دي او په نړۍ کې د پیړۍ د ۲۰۰۰ غوره علمي شخصیتونو د ټاکنې او د هغوي د لست د خپرولو دنده پر غاړه لري، د ۲۱ مې پیړۍ په غوره شخصیتونو کې شامل، او دغه نړیوال ویاړ یې افغانانو او نړیوالو ته ور وباښه.

درانه استاد، پوهندوی ستانکزي ته د دغه ارزښتمن اثر د خپراوي مبارکي وایو، او نوموړي ته د لا زیاتو بریو هیله کوو.

په عمر او قلم یې برکت.

د ښاغلي فریدون الهام د لیکنې په ادامه!!!!

محمدالله آرین احمدزی

ووروسته تر دې چې د ډيرو دوستانو له خولې څخه د ښاغلي پوهندوی نصرالله ستانکزي په دې لاسته راوړنه خبر شوم نو مې ډيری نا هیلي په هیلو بدلې شوې ځکه چې د داسې پوهانو لخوا د داسو اثارو لیکل نه یوازې ادبي،فرهنګي .... حیثت لري یو ډير لوی تاریخي حیثیت لري ترڅو د هیواد په هرګوټ کې هرڅوک وکولای شي د داسې وړ پوهانو د وړ اندونه څخه ګټه پورته کړي او د دې ترڅنګ چې د دې هیواد وګړي د هرڅه د حقوقو څخه بې برخې دي وکولای شي د دې نړۍ والو قوانینو په لوستلو سره ډير څه زده کړي او دې هیواد دا تنکي بچیان چې ګران استاد دوی  د حقوقو په اړه دا یو پنډ کتاب خپور کړ دوی یې ولولي او ترې ګټه پورته کړي. چې زه یې په سرکې ګران استاد ښاغلي ستانکزي صیب او بیا د افغانستان ټول کړیدلي ملت ته مبارکي وایم او د ده د لا زیاتو هڅو او لیکنو په هیله خدای د ورته عمر نصیب کړي ترڅو دی وکولای شي دې هیواد ته خدمت وکوي او د هیواد اوسیدونکي په تیره بیا د علم د لارې پلویان وکولای شي د ده څخه ګټه پورته کړي او د ده خدمت وکړي.بیا هم تکرار وایم چې په قلم او ګوتو دې برکت وي..........

د ده د لا بریاوو په هیله.

محمدالله آرین احمدزی

د پام مجلې موسل مدیر

حلیم وردګ له جاپانه 12.01.2010 12:42

سلام درنو!
لمړی خو د خدای ټولو میندو پلرونو ته هدایت وکړی چی خپلو بچیانو ته د هدایت فکر ور پیدا شی، د هغوی تحصیل، سواد او راتلونکی ته پام وکړی.
زمونږ ټولنه دومره له بد بختیو څخه ډکه ده چی که یو څوک واقعا ددی ټولنی په ټولنیز اړخ فکر وکړی نو ټولی پایلی به یی دا وی چی: دا ننی ژوند یوازی وحشت دی بل څه ندی. بښنه غواړم چی خبره می په ډیرو ناسمو تورو څرکنده کړه!

د خدای د پاره د هلک او نجلی بیسواده پریښودل (په هر دلیل چی وی، ځکه زه خپله د تعلیم په خاطر مسافر شوی هم وم لوږی تندی می ګاللی)، او یا په هغوی باندی د درس ویلو تاکید نه کول، څنګه وجدان ومنی؟!
ایا دا کس به هم ځان خدای او د اخرت ورځی ته مسول بولی؟
ایا د اسلامی امت راتلونکی تورو تیاروته ور ټیل وهل به د همدی پلرونو او میندو د بی غوری له لاسه نه وی؟
ایا څه فکر کوی، هغه ښځه/ سړی چی علم ولری او هغه چی ان لمونځ یی سم نه وی زده، سره برابر وی؟
هغه میرمن چی لږ څه علم لری د هغه ښځی په پرتله به چی هیڅ سواد ونلری د اولاد په روزنه کی ښه او ځلانده رول و نشی لوبولای؟؟؟!

درنو! دا ټول هغه واقعیتونه دی چی زموږ زړه یی ځواب غواړی، او ځواب یی هم شته، خو دا د رواجونو زولنی، او لږ څه خپله بی غوری ددی لامل شوی دی چی هر څه رانه پردی، او د بل خولی ته مو سترګی نیولی وی.

تعلیم که ناروا دی! بیا په مصر کی ولی ندی ناروا؟
تعلیم که ناروا دی! بیا په دوبی، ایران، مالیزیا او اندونیزیا کی ولی ندی ناروا؟

ایا زموږ خلک، زموږ علما او عوام ددی هیوادونو د علماو او عوامو څخه یو قدم خدای ته دیر مقرب دی؟

نه! هیڅ کله نه! دا باید ومنو چی موږ دین ته دومره نه یو وفاره (مالومات نه لرو) لکه څومره چی خپلو رواجونو ته وفادار یو!!!!

هر پلار، مور او مشر ورور به په اخرت کی ددی خبری ځواب وایی چی ولی یی خپلی خور/ورور یا زوی/لور ته د دین او دنیا پوهه نده ورکړی؟؟ ځکه دا د دوی روا حق دی چی خدای ورکړی، او دوی یی په ناروا یا په بی غوری ورځنی بی برخی کوی!.

پدی هیله چی هر افغان ماشوم د تعلیم لاره خپله، او لدی لاری د دین او وطن چوپړ وکړی! آمین!!!!!

انجنیر صفت الله حلیم- وردګ له جاپانه

محترم ورور انجینر صیب ستاسو د نظر څخه یوه نړۍ مننه په ریښتیا چې زمونږ او ستاو په هیواد کې ډيرې داسې ناخوالې شته دي او لا روانې دي هیله ده چې په دې اړه خپلې ارزښت ناکې لیکنې دې ماته په دې پته را واستوېm_aryen@yahoo.com.

د دسوکالي څخه ډک ژوند ولرې

ستاو ورور محمدالله آرین احمدزی

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه