Banare

هغه د بابا خبرې

05.01.2010 13:23

راحله نوري دمیرمن بهیر غړې

هغه د بابا خبره

((هغه د بابا خبره)) د متلونو دهغې ټولګې نو م دی چې په کال ۱۳۸۸ل کې د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر تکړه غړې لیکوالې او شاعرې آغلې نعیمه غني له خوا راټول شوی او د ۴۷ پاڼو پرمخ د میرمن کلتوری ټولنیز بهیر له خوا  چاپ شوی او د متلونو مینه والو ته یې وړاندی کړی دی.

د ټولګې په لومړي مخ کې د هیواد تکړه لیکوال ښاغلي علم ګل سحر ( په تول تللې خبرې ) تر سرلیک  لاندې د پښتو ژبي د متلونو په اړه له محتوا ډکه سریزه لیکلې ده. ورپسی دمیرمن بهیر دتکړه او فعالې غړې آغلې ساهره شریف له خوا نوموړې ټولګه ارزول شوی ده او لیکوالې ته يې د نوموړی ټولګې مبارکی ورکړې ده.

په دغه ټولګه کې ټول ټال(   )متلونه راټول شوي او بیا پر ۲۷ بیلا بیلو موضوع ګانو ویشل شوي دي او د هرې موضوع تر عنوا ن لاندې په زړه پورې متلونه ذکر شوي چې لوستونکی کولی شي په آسانه توګه د خپلې خوښې موضوع په اړه خوندور او ګټور متلونه ولولي.

ددغې ټولګې په لومړۍ برخه کې د نصیحت تر سرلیک لاندې مشهور او خورا ګټور متلونه راغلي چې لوستل یې د ټولو لپاره ګټور دي، د مثال په توګه: د هغې بلا نه چې دی خلاصون نه وي نو په بسم الله ورسره چلیږه، او پټه خبره شی بې اثره تر هغو پټه خوله بهتره .

که څه هم په پښتو ژبه کې متلونه کومې خاصې سیمې او یا کومې ځانګړې قبیلې ته منسوب نه دي خو په کومو ځایونو کې چې پښتانه ژوند کوي، هلته به خامخا متلونه کارول کیږي. خو له دې سره سره ځینې متلونه شته چې په یوه سیمه کې ډیر استعمال لري. د دغه کتاب لویه ځانګړنه دا ده چی آغلې نعیمې  هغه متلونه راټول کړي چی د وردګو په ولایت کی ډ یر استعمال او  دیوشمیر یې د وردګو په لهجه لیکل شوي، خو په  ځینو ځایونو کې چې د متل ځانګړی وزن او مانا له منځه ځي بیا له معیاري پښتو لیکنې څخه ګټه اخیستل شوې ده .

څرنګه چې ما دغه ټولګه مطالعه کړه داسی متلونو ته په کې ځای ورکړل شوی چې تر اوسه د خلکو په منځ کې ډېر عام نه دي او ددغې ټولګې لوستل به تاسوته بې ګټې نه وي.

میرمن کلتوری ـ ټولنیز بهیر تر دی وړاندی هم د پښتو ژبی د بډاینې لپاره  ګڼ شمېرادبي کتابونه چاپ کړي دي او دا هڅې یې لا همداسې روانی دې اوپه راتلونکي کې دمیرمن بهیر دنورو غړو او پښتنو میرمنو دنورو کتابونو دخپرولو تابیا لري.

لیکوالې خور ته ددغه کتاب مبارکي وایم او د لوی خدای نه ددغه بهیر ټولوغړو ته بریا غواړم.

چې زه محمدالله آرین احمدزی په ځانګړې توګه د دې خویندو دې لاس ته راوړنو ته د زړه له کمې مبارکي وایم. خدای دې دوی ته د داسې چارو زمنیه نوره هم برابره کړي ترڅو خپلې ژبې ادب او خپلو هغو خویندو ته چې تر دې دمه په یوه نازک حالت کې ژوند کوي ډير څه وکړي.

يار دې 06.01.2010 12:58

زما جانانه سلامونه !
ګوره ما له هغو خويندو سره ولاکه ډزې کړې وي ، اول مې هم ويلي اوس يې هم وايم ،چې الله دې جنتونه ورکړي.
خبره مې د دې ځنو ښځونکو کوله ، چې کله ناکله کله کشک کوي.
ستا لکه چې څنګه نوم او املا ګډه وډه ده، همداسې دې راته د پوهېدنې قوه هم ګډه وډه ښکاري، له ( غټو ) نه دې خدايزده څه معنا اخيستې؟ زما موخه پر بېنر له ليکل شوې ټپې نه دی ،چې د ( غټو ) لفظ دوه واره په کې راغلی.
نور نو ستا له جواب نه هم مننه ؛خو رښتيا درته وايم ،چې يار مې يې او پام کوه ،چې سپکې سپورې راته و نه وايې کنه نو بيا به خپله پښېمانه يې.
الکه زما ځان ته سودا نه ده زما يار يې که لس اته نور نومونه او تخلصونه هم درغوټه کړې وايم يې، هغو انګرېزانو ته مې سودا ده ،چې لکه د ميجر راوټي غوندې سبا ستا په هکله ريسرچونه کوي ؛ ځکه ته اوس کم سړی نه يې ، ظالمه په دې دونه لږ وخت کې دې څونه ډېرې ليکنې ، تحقيقونه او تخليقونه کړي.
يار دې

ځه نو ته چې وایې یار مې زما هم یار یې خو نغیږې څه له زه هم نه ستا د یاري څخه منکریدای شم او نه هم ورته هو ویلی شم خو ځه توکل په خدای هغه د انګریزانو خبره آی لو یو.بیا هم په ادبي او فرهنګي مینه ستاسو یا محمدالله آرین احمدزی

مدینه شفا 06.01.2010 05:44

په دغو خویندو دی شاباش وی چه داسی یوه ټولنه یی جوړه کړی او ټولی پښتنی یی پکی راټولی کړی دی هیله ده همداسی دوام وکړی موږ ورسره هرډول مرسشتی ته چمتو یو هیله ده ادرس یی ولیکی چی موږ هم بکی برخه واخلو
ارین صاح ب له تا هم مننه وروره.

ګرانې خورې مدینه جانې شفا:په سرکې سلامونه او نیکې هیلې درته وړاندې کوم: د میرمن ادبي بهیر په اړه چې ته یې خورې ډيره لیواله یې نو کولای شې چې په دې لاندې وړځ میرمن بهیر دهرې شنبې په ورځ په ده افغانان کې دپوهنې وزارت په ۵ پوړ کېدپوهنې په تلار کې دغرمې په یوه نیمه بجه غونډې کويهره خور کولای شي ورشيدفتر نه لري

m_aryen@yahoo.com

مدینه شفا 06.01.2010 05:44

په دغو خویندو دی شاباش وی چه داسی یوه ټولنه یی جوړه کړی او ټولی پښتنی یی پکی راټولی کړی دی هیله ده همداسی دوام وکړی موږ ورسره هرډول مرسشتی ته چمتو یو هیله ده ادرس یی ولیکی چی موږ هم بکی برخه واخلو
ارین صاح ب له تا هم مننه وروره

يار 05.01.2010 17:05

سلام ياره !
الکه نو ګڼ شمېر څه معنا ؟ ايله به يې دغه دويمه يا دريمه که ډېره شي نو په شمار څلورمه ټولګه وي.
د هغې خويندو دې کور ودان وي ،چې هلې ځلې کوي ، هغوی سره مې کار نه شته ؛خو داځنې ورونه ،چې په کې کله کشک کوي او يا ستا په شان له چيټاکي نه خروار جوړوي بد ښکاري.
زما خو يار يې ،که خفه کېږې نه پاسنۍ ټپه کې دا يو ( غټو ) ورنه ايسته کړه.
او دا ( ايا پوهېدۍ ) لکه د بختاني استاد غوندې مه ليکه ( پوهېدئ ) يې لېکه ، دې نوم ( ارين ) کې د الف له سر نه هغه چترۍ هم لرې کړه ، يا ارين شه يا احمدزی ، خلکو سره دومره وخت چېرې چې ستا دومره اوږد نوم ولولي .
نورې املا سره دې هم لږ پام کوه.
نور نو تکړه انسان يې ، هلې ځلې دې پوره د ستايلو وړ دي ، همداسې دې ګړندی غواړم.
يار دې

یاره ستا د یاري څخه مننه چې تا خپل ځان زما یار ووباله ستا نظر مې ځکه کټ مټ خپور کړ چې یو څوک پرې قضاوت وکړي نور  تا چې ویلي وو چې دا د ډير یا غټ ټکی ترې لرې کړم دا خو ماته خوند نه را کوي هغه د درې ژبې متل دی چې وايي(مشت نمونه اې خروار) د دې خوندو دا لږ څه چې زما اوستا په شان وروڼو ترڅنګ چې تل یې د پرمختګونو مخنیونکي یو کړي دي دا ډير څه دي چې زه ورته الفاظ نه لرم. زما د نوم په اړه د  ویلي وو چې یا یوازې ارین شه او یا یوازې احمدزی دا هم په ما پورې اړه لري او بل داچې د دې په ځای چې په داسې وړو وړو خبرو سر وخوږوې ښه به داوې چې ډيرې نوړو خبرو ته پام وکړې ځکه که تاسره دومره وخت کم وي چې ته یو نوم ټول نه شې لوستی تاته اجازه ده یوازې ارین یې لوله څوک خو دې وژني نه. خو د خویندو په هکله د داسې څرګندونو سره بیخي موافق نه یم ځکه په اوسني وخت کې د نورو ټولو څخه دوی ډېرې هڅونې ته اړتیا لري ترڅو وهڅول شي او نور هم د پرمختګ په لور لاړې شي.

بل دې لیکلي وو چې د نوم څخه دې چترۍ لرې کړه ځه یاره نو دا خبره مې در سره وومنله. خو زه نه پوهیږم چې ته څوک یې چې زما یار یې که چیرې په خپل ښایست نه هیریږې نو ځان راته  وښیه ظالمه څه خورم خو  ې نه ( آخر زړه دې کنه) خدای د وکړي چې ستا یاري داسې څه بازاري یاري نه وي او تل زما یار و اوسې.

په ادبي او پښتني مینه

ستا یار محمدالله ارین احمدزی

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه