Banare

د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دخواخوږۍ پیغام

05.01.2010 10:32

د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دخواخوږۍ پیغام

په ډیرې خواشینۍ سره مو دیوې درنې او پتمنې میرمنې د هغې میرمنې دمرګ خبر ترلاسه کړ چې افغاني ټولنې او نړۍ ته یې ستر شخصیت او لوی عالم ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزی وړاندې کړی دي .

 میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د پروفیسور ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزی د درنې او پتمنې مور د مړينې د خبر په اورېدو سره،د يو لوى ویر احساس کوي. الله پاک دې دغې ننګيالۍ پښتنې مېرمنې ته فردوس جنت په نصيب کړي .

 میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر درانه عالم او په وطن مین شخصیت ډاکټر اشرف غني احمدزي ته د خپلې ژورې خواشینۍ او خوا خوږي مراتب  وړاندې کوي ددوى په غم کې ځان شریک بولي . دغې درنې پښتنې میرمن ته فردوس جنت او کورنۍ او خواخوږو ته یې دالله پاک په دربارکې د جمیل صبر دعا کوي.

 

د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر

کار ډله

سلیمه مومند 05.01.2010 12:43

ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزی زموږ دهیواد او نړۍ ستر شخصیت دی افسوس چې افغانان یې په قدر نه پوهیږي دمیرمن بهیر دخویندو یی کور ودان چی پر مور یې خواشیني څرګنده کړې<br />زه هم ورته تسلیت غواړم<br />رښتیا میرمن بهیر دفتر چیری دی او چیری غونډی کوی چې موږ او نوری خویندی هم ورشو؟

سلیمه مومند 05.01.2010 12:32

ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزی زموږ دهیواد او نړۍ ستر شخصیت دی افسوس چې افغانان یې په قدر نه پوهیږي دمیرمن بهیر دخویندو یی کور ودان چی پر مور یې خواشیني څرګنده کړې<br />زه هم ورته تسلیت غواړم<br />رښتیا میرمن بهیر دفتر چیری دی او چیری غونډی کوی چې موږ او نوری خویندی هم ورشو؟

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د محمدالله ارین احمدزي پاڼه